– دهمزنګ: د عدالت پر سنګفرش وینه

د ۱۳۹۵ کال د اسد په دویمه نېټه، په کابل ښار کې د هزاره او ډیرو اوسېدونکو له خوا د مظاهرو پر مهال، درې پرله‌پسې چاودنې د ځانمرګو بریدګرو له خوا د دهمزنګ په سیمه کې وشوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۸۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړ او تر ۲۳۰ ډېر نور ټپيان شول. دا پېښه د خلکو له خوا د برېښنا انتقال د لاین (د توتاپ پروژه) د بدلون او انحراف پر ضد د یوه مدني اعتراض پر مهال رامنځته شوه، چې د روښنايي غورځنګ مشرانو یې تنظیم کړې وه. دا مظاهره د افغانستان په تاریخ کې له مدني حرکتونو څخه یوه مهمه او بېلګه پېښه وه، چې د هېواد د بیداره او پوه ځوانانو له خوا ترسره شوه، خو له بده مرغه دا حرکت د ظالمو، متعصبو او فاشیستي چارواکو له خوا د خپلو ترهګرو مزدورانو په وسیله په ډېر ظالمانه ډول وځپل شو. په دې اړه د یوه هېوادوال مقاله ستاسو خدمت ته وړاندې کېږي.
دستگیر روشنیالی :
هزاره ګان د افغانستان د مدنی حرکتونو مخکښان:
په افغانستان کی لسیزی کیږی چی ډار او ترور واکمنی کوی . په دی هیواد کی نږدی هره ورځ بی ګناه خلق د جګړی او ترور په قربانیانو بدلیږی . دلته مرګ او ترور د دموکلس د توری په شان د هر چا په سر ځوړند دی ؛ خو ټولنه غلی پاتی کیږی بی وسی ښیی ؛ په ځان بی باور ده ؛ ټاریږی عکس العمل نه شیی اوځان تقدیر ته سپاروي ؛ غوشتنی نه را پورته کوی او کوڅو ته نه راوزی . دا د یوی یرغمل شوی ټولنی ځانګړتیا ده ؛
ولی هزاره ټولنه د انتظار او پاسیفزم له حالت ځآن را باسی په ځان باوری کیږی غوشتنی را پورته کوی او کوڅو ته راوزی . په بل عبارت دا ټولنه اکتیف شوی او د هر هغه څه په وړاندی عکس العمل شیی چی د ټولنی د برخلیک سره تړلی وی . دا په هغه هیواد کی چی د پیړیو او پیړیو لپاره د سیاسی او مذهبی استبداد په دود اداره شوی وی یو اساسی بدلون دی . دا په ټولنیز ژوند سیاست او سیاسی ژوند کی یو بنیادی یو تاریخی او کیفی لیږد « گذار» دی دا بی له شکه د یوه نوی فرهنګ د یوه نوی سیاسی فرهنګ ایجاد دی هیله ده منځ ته راغلی حالت سراسری او ملی ځانګړتیاوی پیدا کړی او په کلی توګه د ا فغانستان خلک د پاسیفیزم او انتظار له حالته راووزی . هزاره؛ پشتون ؛ تاجیک ؛ ازبک….. له یو بل سره غوشتنی شریکی کړی ؛ یو بل ته نږدی شی او د ګ‌ډو هدفونو په لور یو پیاوړی مدنی حرکت پیل کړی.

لیکوال: عصمت الله فاضلی
١٤٠٤/٥/٢

درباره کاربر گرامی

همچنان چک کنید

نشست مخالفان طالبان در پاکستان؛ چرخش واقعی یا استفاده ابزاری؟

نشست مخالفان طالبان در پاکستان؛ چرخش واقعی یا استفاده ابزاری؟ نشست اخیر مخالفان طالبان در …

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

11 − 7 =