ظلم مه کوه ویریږه له هغه چا څخه چې پرته له خدای بل یاور نه لري.
(امام حسین علیه السلام)
په دایمیرداد کې، هلته چې غرونه د انسان د ژړا له غږه خپل قامت ټیټ کړی، نورالله ـ هغه څوارلس کلن ماشوم چې لا یې قد د خپلو هیلو لوړوالي ته نه و رسېدلی ـ سترګې له دنیا پټې کړې.
خو مرګ یې عادي نه و؛
نه د مرمۍ له زخم،
نه د وینې له تویېدو،
بلکې د زړه له ماتېدو…
د ورور د مرګ له درد،
د دې له درد چې د ورور مرګ یې ټوله نړۍ ړنګه کړه.
شپږ ورځې یې پرلهپسې وژړل.
نه د ماشوم ژړا… بلکې د هغه سړي ژړا چې په څوارلس کلنۍ کې د مصیبتونو غر پرې راولوېد.
ژړل یې تر هغې چې روح یې نور طاقت ونه کړ.
ژړل یې تر هغې چې اوښکې یې وچې شوې او زړه یې د غم له ضربې ودرېد.
هغه په تشو لاسونو د برخلیک پر وړاندې ودرېد چې هېڅ ماشوم یې مستحق نه و.
په هماغه تور برید کې، کوچیانو د نورالله څوارلس کلن ورور نوروز شهید کړ او بل ورور رحمت یې سخت ټپي کړ چې تر اوسه په روغتون کې د کوما تر سیوري لاندې ساه اخلي.
یو وخت په قوطو کلي کې ۲۰۰ کورنۍ اوسېدې، خو نن د وسلهوالو کوچیانو د یرغل لاندې په چوپتیا او خاورو بدلې شوې.
دوه کاله مخکې بېرته کلي ته ستانه شول؛
د هیلو ډک زړونه یې بیا ځمکه شړوله، پسونه یې څرول،
کورونه یې جوړ کړل،
مرغزارونه یې اباد کړل،
خو تقدیر لکه د قسم خوړلي په څېر د دوی خوښي ونه زغمل.
پرلهپسې بریدونه یوازې مرمۍ نه وې؛
پیغام یې روښانه و:
«ووځئ! دا خاوره باید ستاسو لپاره پاتې نه شي.»
خو دا کورنۍ ونه وتله…
ځکه ریښې نه شي ایستل کېدای.
ځکه انسان خپل کور په وینه لیکي، نه په ویره.
او اوس نورالله، دا کوچنی ګل او چوپ قهرمان، د هغه ظلم قرباني شو چې له کلونو راهیسې د هزاره خلکو له ګریوانه لاس نه اخلي.
هغه لاړ، خو ژړا یې د قوطو په خاوره کې پاتې شوه؛
په هره ذره خاوره کې یو غلی ناله؛
په هر څپه باد کې د یوې مور آه؛
په هره وړانګه لمر کې د آسمان شرم د ځمکې له بېعدالتۍ.
دا د یوې کورنۍ کیسه نه ده،
دا د ټولو هغو کسانو روایت دی چې په هزارستان کې،
د مات زړونو سره خو د کلک قام سره ولاړ دي.
دا د اوښکو، د مقاومت، د هغه ټپ روایت دی چې لا تازه دی…
او د هغه هیله چې د دې ټولو دردونو سره سره لا نه ده مړه شوې.
د هغه قهرمان ماشوم د سوګنامه چې په مات زړه یې جان ورکړ…
خو نوم یې،
تل لپاره،
په دې خاوره کې پاتې کېږي.
په آه، درد او اندوه
سالار حسین “محمدي”
ژباړونکی:عصمت الله فاضلی
ندای کابل