مهمه پوښتنه

د افغانستان ملت نن د یوې سترې پوښتنې سره مخ دی: ولې باید زموږ خلک د پاکستان د لوبو او د طالبانو د لجبازۍ قرباني شي؟
پاکستان زموږ پر خاوره بمبار کوي، بې‌ګناه ماشومان او ښځې وژني. طالبان بیا د یوې ترهګریزې ډلې په پناه ورکولو سره خپل هېواد او خپل ولس د پردیو ګټو قرباني کوي.

د طالبانو لپاره، ګواکې یوه ترهګریزه ډله د افغانستان له ملت څخه ارزښتمنه ده. خو د ولس لپاره حقیقت روښانه دی: هېڅ بهرنۍ ډله او هېڅ نیابتي جګړه باید زموږ برخلیک تښتونکی نه شي.

د افغانستان ملت باید اندېښمن وي، خو په عین وخت کې خپل غږ پورته کړي: موږ قربانيان نه یو، موږ د دې خاورې خاوندان یو. افغانستان ارزښت لري، ولس ارزښت لري، او هېڅ ځواک حق نه لري چې دا ارزښت له پامه وغورځوي. تر کله به دا احمقانه جګړه دوام ولري؟ تر کله به موږ د پردیو ګټو قرباني کېږو؟ تر کله به خلک په بهرنیو هېوادونو کې کډوال شي؟ تر کله؟؟ ولې؟ ولې او ولې؟

درباره کاربر گرامی

همچنان چک کنید

تغییرات تجاری افغانستان با کشورهای منطقه؛ فرصت‌ها و ضعف‌های طالبان

موضوع: تغییرات تجاری افغانستان با کشورهای منطقه؛ فرصت‌ها و ضعف‌های طالبان مقدمه از اوایل ۲۰۲۴ …

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

six − four =